انصار: (د لیندی ۲ مه) د طالبانو یو شمېر مخالفې څېرې نن په روسیه کې د مقاومت جبهې د مشر احمد مسعود په مشرۍ غونډه لري.
د جبهې یوه غړي فضل احمد معنوي ویلي، چې دا غونډه د روسیې د عدالت ګوند په کوربه توب د محمد محقق او ځینو نورو څېرو په ګډون ترسره کیږي. د غونډې ډېری نور ګډونوال د احمد مسعود نږدې پلویان ښودل شوي او د طالبانو د نورو مخالفو لوریو استازي پکې نه لیدل کیږي.
ویل کیږي چې غونډې ته د نورو څېرو د نه ورتلو یو اصلي دلیل د احمد مسعود له مشرۍ سره د هغوی مخالفت و.
د معنوي د معلوماتو له مخې، دوی به په نننۍ غونډه کې د طالبانو خلاف د سیاسي او نظامي مخالفت پر اړتیا سره بحث او خبرې وکړې.
یو شمېر شنونکي باور لري، چې د سیمې او نړۍ قدرتونه د طالبانو او د دوی مخالفانو سره د خپلو اړیکو د توازن ساتلو لپاره هم مهاله دواړه خواوې پالي او د اړتیا په صورت کې یې د خپلو نیابتي موخو لپاره کاروي.
په وروستیو کې روسیه له دې امله، چې طالبان بیا لویدیزو هېوادونو ته نږدې شوي ښکاري، د دوی خلاف ضمني دریځونه لري.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې څه موده مخکې په دغه هېواد کې د احمد مسعود لپاره د پلان شوې غونډې په تړاو وویل، چې د دغه هېواد حکومت یادې غونډې سره کوم تړاو نه لري او دا غونډه د پارلمان یو شمېر غړو سمبال کړې ده.
د طالبانو منتقدان دوی د واک د انحصار، پر ښځو او نورو افغانانو د ظالمانه سیاستونو د تطبیق او له قانون او عدالت څخه د لیرې والي تور لګوي او باور لري چې له دې کړنو نه لاس په سر کیدل به یې په افغانستان کې په ګونډو شوي پخواني جنګسالاران بیا پورته او د بهرنیو استخباراتو غېږې ته کېباسي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/28627